ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «ایرج مسجدي» وویل: د تهران او ریاض تر مینځ به ډېر ژر د مذاکراتو پنځم پړاو پیل شي خوهغه د خبرو اترو د نېټې او د څرنګوالې په هکله د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه. داپه داس حال کې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت مسئولانو په ایران او عربستان کې په متقابل ډول د سفارتونو پرانیستو ته چمتووالی اعلان کړی او وئيلي ئې دي ،دغه شان اقدام به د دواړو لورو او درستې اسلامی نړۍ په ګټه وي او سیمه ایز امنیت به ډالۍ کړي .
عربستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په مشهد او تهران کې د دې هیواد د سفارت په وړاندې د مظاهرچیانو د برید په پلمې سره، له ایران سره خپلي ډیپلوماټیکې اړیکې بند کړې.